سه شنبه, ۲۴ مُحرم ۱۴۴۶هـ| ۲۰۲۴/۰۷/۳۰م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
مایک پمپیو غواړي چې د مرکزي اسیا د حکامو په غاړه کې پړی واچوي او کنټرول یې کړي!
بسم الله الرحمن الرحيم
مایک پمپیو غواړي چې د مرکزي اسیا د حکامو په غاړه کې پړی واچوي او کنټرول یې کړي!

خبر:                                                                                               

د فبروي په ۳مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د «C5 + 1» غوندې په څنګ کې د مرکزي اسیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه د «C5 + 1» د وزیرانو د ناستې په اړه یوه ګډه بیانیه خپره کړه. په دغه بیانیه کې په ځانګړي ډول راغلي وو:

«د سیمه‌ییزو فعالیتونو اوسنی پرمختګ د «C5 + 1» ارزښت او اړیکه ښیي، دا د دې سبب کېږي چې کډونکوونکي یې په خپلو کې د مرکزي اسیا د امنیت، هوساینې او پرمختګ د باوري کولو په اړه خبرې اترې او عملي کار وکړي.

امریکا متحده ایالات د دغې سیمې له هېوادونو څخه د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او د دوی د حاکمیت له حق څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او همداراز دې ته ژمن دي چې د ګډو ګټو په هره برخه کې سیمه‌ییزې همکارۍ وکړي.

د دې لپاره چې مرکزي اسیا یې له خپل ټول پوتانشیل څخه ګټه واخلي، د دغې غونډې ګډونوال د همکاریو په پرمختګ کې خپله ټوله هڅه کوي...»

تبصره:

د امریکا پالیسي د پانګوالۍ د بې دینۍ پر نظام ولاړه ده، کار یې د نورو هېوادونو استعمار دی. هېڅ داسې هېواد نشته چې د امریکا له پالیسۍ سره په مخ کېدو کې بریالی شوي وي؛ برعکس، په پورونو کې غرق شوی او همداراز د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ناورینونو په ګډون له ګڼ شمېر نورو ناورینونو سره مخ شوي دي. په تېره پېړۍ کې امریکا د نړۍ په بېلابېلو لویو وچو کې په څه باندې ۴۰ جګړو کې ګډون کړی. وروستۍ یې په افغانستان، عراق، لیبیا، سوریه، هایتي، سومالیا او یمن کې پوځي جګړې دي.

ښکاره ده چې امریکا د مرکزي اسیا لپاره پلان لري. دا پلان د یوه بل پلان -چې منځنی ختیځ ورته وايي- برخه ده. موږ وینو چې د امریکا متحده ایالاتو په اسلامي امت کې د دوی د غلامانو، دیکتاتورانو او نورو خاینانو په واسطه په «منځني ختیځ» کې ډېرې بریاوې ترلاسه کړې او پر ځان په ډېر باور سره دلته حکومت کوي. امریکا اوس غواړي چې همداسې پر مرکزي اسیا هم نفوذ ولري او په هغه څه پورې یې وتړي چې دوی «لوی منځنی ختیځ» ورته وایي او په دې توګه به د دغه سیمې طبعي سرچیني لوټ کړي، دا د استعمارګرو کار دی.

د مرکزي اسیا پر حکامو روسیه نفوذ لري؛ خو روسیه اوس داسې نه ده لکه د شوروي اتحاد پر وخت چې وه، هغه وخت چې د دوی کمیونېستي ایډیالوژي حاکمه وه او له امریکا سره یې ځان وهلی شوی. نن ورځ روسیه د چټک تنزل په حال کې ده او په یوه فرعي دستګاه بدلېږي. پوتین غواړي خپل زور وښيي، هڅه کوي چې د نړۍ په سیاست کې وي؛ خو ایډیالوژيکي شا‌تګ یې نه پرېږدي او هغه اوسپنیزې مټې مرسته نه شي ورسره کولی.

همداسې د مرکزي اسیا حکام هم له سیاسي او ایډیالوژیکي اړخه شاته پاتې دي، د خپلې خامۍ له وجې فکر کوي چې امریکا به هم له دوی سره یو شان اړیکې ولري او دوی ته به د خپلواکو دولتونو په سترګه وګوري. په حقیقت کې به له دوی سره هم هغه څه کېږي چې تر اوسه کېدل. لومړی به پورونه ورکړي، لویې پانګونې به ورسره وکړي، پوهېږي چې فاسد چارواکي به دا پیسې چور کړي او هغه وخت به امریکا خپل پورونه غواړي. د مرکزي اسیا دیکتاتوران به د دغو پورونو د ورکړې وړتیا نه لري او له مجبورۍ به خپلې طبعي سرچینې د ناڅيزه پیسو په بدل کې ورکوي او داسې سیاسي پرېکړو کولو ته به اړ شي چې د امریکا پکې ګټه وي.

د مرکزي اسیا دغه مفسد حکام هغو سپیانو ته ورته دي، چې په غاړه کې یې پړی اچول شوی وي. د پړي سر چې هر څوک ونیسي په همغه پسې ځي. دوی د الله سبحانه وتعالی له دښمنانو سره په یوه کتار کې د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې درېږي! د خپلو خلکو د وضعیت غم نشته ورسره، یوازې د خپلو پیسو او قدرت په غم کې دي. د خپلو بادارانو- د ختیځ او لوېدیځ بې دینان- لپاره، د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر وړاندې د مبارزې په نامه مسلمانان زنداني کوي، له خپل دین څخه یې منعه کوي او نه پرېږدي چې اسلام یو ځل بیا ژوند ته راشي.

اې مسلمانانو! دغه فاسد او بېکاره دولت یوازې موږ بدلولی شو. الله سبحانه وتعالی په خپل پاک کتاب کې فرمایي:

﴿إِنَّ اللَّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ

[رعد:۱۱]

ژباړه: حقیقت دا دی چې الله سبحانه وتعالی د هېڅ قوم حالت نه بدلوي، تر هغه چې دوی خپل اوصاف په خپله نه وي بدل کړي.

له دغو فاسدو حکامو لاس واخلئ! د هغه چا خبرې ته غوږ مه نیسئ چې خپل اخر یې په دنیا ورکړی وي، هغه بدبخته عالمان چې د خپلو دیکتاتورانو د خوښۍ لپاره فتواوې ورکوي! رښتینی بدلون راولئ! د ژوند او دین د بېلوالي فکر لرې کړئ! موږ مسلمانان یو، پر خدای باور لرو، دین مو اسلام دی او اسلام د بشر د ژوند، ټولنې او دولت لپاره نظام لري! له حزب التحریر سره په ګډه، ژوند ته د اسلام د بیا راوستو لپاره کار وکړئ! د نبوت پر تګلاره راشده خلافت د بیا تاسیس لپاره له کار کوونکو سره یو ځای شئ! انشاالله چې خدای به نصرت راکړي!

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

ایلدر خمزین

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر غړی

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې